Wednesday, May 26, 2021

د ریاضي فارمولې څنګه یاد کړو؟

د ریاضي فارمولې څنګه یاد کړو؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وحیدالله عزیزي


 ډېری کسان دا ستونزې لري چې یو فارمول، یوه معادله، یو مطابقت، لنډ مفهوم، د موبایل نمبر او داسې نور، نشي یادولای، د دې لپاره چې په اسانۍ سره یې یاد کړي؛ نو لاندې کرښو ته  دې متوجې شي او راتلونکی تمرین دې ترسره کړي نو په یادولو کې به یې ان شاءالله بریالی شئ!

* مخکې له دې چې یوه ریاضیکي مسله یادول غواړئ باید له هره اړخه ارام اوسئ ځکه، که فشار یا استرس ولرئ، نو ذهن به مو ګډوډ وي او مسئله به ښه نشئ تصور کولای؛ او ذهني تمرکز به مو هم له لاسه ورکړی وي.

* ډیری کسان په دې فکر وي چې که یوې فارمولې ته یوه مختصره کتنه وکړي نو فارموله یې زده شوه، حال دا چې د څلورویشت ساعتونو په تېرېدو سره کله چې له خوب څخه را پاڅي هېڅ شي یې په ذهن کې نه وي پاته، د دې لپاره چې حفظ کړې فارموله مو هېره نشي نو باید د څلورویشتو ساعتونو په بهیرکې یې کم له کمه له څلورو تر شپږو ځلو پورې تکرار شي(هر شپږ ساعته وروسته یا هر څلور ساعته وروسته). 

* کله چې لوږې او تندې په سر اخیسې یاست هېڅکله هم د ریاضیاتو مطالعې او فارمولو حفظولو ته مه کینئ. لمړۍ مو د خوراک او څښاک ستونزه حل کړئ او له آرامښت وروسته مو مطالعه پیل کړئ.

د دې لپاره چې ریاضیکي مسئله څنګه حافظې ته وسپارو نو لاندې تمرین عملي کړئ!
                                         (تمرین)

(۱) بدن مو ارام کړئ، عضلات مو په ټوله معانا سست (بې سده) کړی او سترګې مو پټې کړي، لس ژورې ساګانې واخلئ . اوس مو ذهن ته د خپل خوښې وړ یو شخصیت، د ټلویزیون یو په زړه پورې پروګرام او یا یو نږدې ملګری په ذهن کې تصور کړئ؛ دا تصور مو باید څو ځلې تکرار کړئ، څو ذهن ته مو په ټوله معنا تصور روښانه شي.
(۲) اوس مو په ذهن کې یو وړوکی فارموله د بېلګې په ډول
(a^n . a^m=a ^n+m)
 تصور کړئ خو سترګې مو باید پټې وي په لمړي کې به فارموله له ښي اړخ څخه په ذهن کې  څو ځلې ولولی،  که سرچه یعني له همدې ښي اړخ څخه مو په راحتۍ سره ولوست نو د دې مطلب دا دی چې دا فورموله مو ښه تصور کړي.

(۳) اوس پورتنۍ لارې ته په کتو یو نسبتا اوږد فارمول، مطابقت یا معادله،  په نظر کې نیسو.
د بېلګې په ډول لاندې مطابقت په نظر کې نیسو
 {(a+b)^2= a^2+2ab+b^2}
پورتنی مطابقت له چپ اړخ څخه ښي اړخ ته او له ښي اړخ څخه چپ اړخ ته ولولئ او هو له ښي اړخ څخه چپ اړخ ته دفارمولې یا معادلې تورې او اعداد په یادو هم ولولئ؛ هېره دې نه وي چې اوږده فارموله یا معادله په وړه برخو هم ویشلای شئ؛ که پورتنې مطابقت په برخو وویشو نو هره برخه به یې جلا، جلا لولو د بېلګې په ډول که  a^2 یوه برخه فرض کړو او +2ab+b^2 یې بله برخه فرض کړو نو اوږ مطابقت به لنډ شي او تصور به مو لا روښانه شي او په اسانۍ سره به یې یاد کړای شئ.

(۴) د ستونزمونو فارمولو، مطابقتونو او معادلو تصور په ذهن کې وکړی او د یادولو کوښښ یې وکړئ؛ خو لږ تر لږه یې باید پنځه ځله مشق او تمرین کړئ البته لمړی یې عادي مشق کړئ او وروسته یې سرچپه ( له ښي اړخ څخه چپ اړخ ته) مشق کړئ تر څو په ذهن کې مو پاته شي.

(۵) د تصور په بهیر یا جریان کې د تورو او اعداو غږونه هم باسئ یعني په لوړ غږ یې لولئ څو د لفظ او اواز تر منځ پیستون وشي. 
(۶) که یاد شوی تمرین په ښه توګه عملي کړئ نو د ټولو اړینو توکو په یادولو کې ګټه ترې اخیستلای شئ!

نوټ: دا علامه (^) د توان یا طاقت معنا لري د بېلګې په ډول که موږ ( اې په توان د دوه ) لیکو نو پا لاندې شکله سره یې لیکو
a^2 




No comments:

Post a Comment