Showing posts with label مقالې. Show all posts
Showing posts with label مقالې. Show all posts

Thursday, June 3, 2021

علم فرض دی

 دیني زدکړي فرض دي

علم د خدای ج ورکړه ده چاته چې یې خوښه شي ورکوي، اوپه ورکړه کې یې هم ځانګړی هدف موجود وي چې له امله یې خپله عالم انسان یاڅونور انسانان هدایت ترلاسه کوي یا برعکس په ګمراهي کې اخته کیږي، هغوی چې له علم څخه په مستقیمه او سالمه لاره ګټه اخلي غوره او بریالي کسان دي، خو ځیني کسان بیا له علم څخه په تفرقه اچولو، چال، فریب او ورانکاري کې ګټه اخلي دغه کسان په ظاهره عالمان خو په باطن کې په الهي عذاب ککړ او ګمراهان دي. الله ج د سورت توبه په ۱۱۵ نمبر آیت کې فرمایې: وَمَاکَانَ اللهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدَاهُمْ حَتَّي یُبَیِّنَ لَهُمْ مَایَتَّقُونْ، اِنَّ الله بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمْ.

ژباړه: د الله دا کړنلاره ده چې خلک له هدایت ورکولو څخه وروسته بیرته په ګمراهۍ کې اخته کړي، ترڅوپوري چې هغوئ ته په ډاګه څرګنده ونه ښیي، چې هغوئ باید له کومو شیانو څخه ځان وژغوري. په حقیقت کې الله د هرشي علم لري.

دلته د انسان د هدایت موضوع مطرح ده چې په علم سره تر لاسه کېدل یې ډېر آسانه ده، ځکه خو علم فرض ګرځول شوی دی، او د علم د فرضیت په اړه باید وویل شي چې همدا د قرآن او دین زدکړه فرض ده. اُطْلَبُ الْعِلْمِ فَرِيْضَةٍ عَلَي کُلِ مُسْلِمٍ وَمُسْلَمَةٍ. الحدیث. ژباړه: د علم زدکړه په هر نارینه اوښځینه مسلمان فرض ده.

الله ج د سورت الزمر په نهم ۹ نمبر آیت کې فرمایي: اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَا اَلَیْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا یَحْذَرُلْاَخِرَةَ وَیَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قٌلْ هَلْ یّسْتَوِيَ الَّذينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا یَعْلَمُونَ اِنَّمَا یَتَذَکَّرُو اُولُولْ اَلْبَابِ (الزمر – ۹ )

 ژباړه: ( آیا د دغه انسان کړنلاره غوره ده او که د هغه چا)  چې امر منونکی دی، دشپي په ساعتونوکي ولاړ وي او سجدې کوي د آخرت څخه وېرېږي او د خپل رب رحمت ته هیلهمند کیږي؟ له دوی څخه پوښتنه وکړه آیا پوهېدونکی او  نه  پوهېدونکی یو ډول کېدای شي؟ نصیحت خو د پوهي خاوندان مني.

هدف دادی چې هغه وګړي کوم چې الله ج علم ورکړی او دپوهي خاوندان دي د الله په نزد ښه مقام لري په دې شرط چې عمل موجود وي عبادت وکړي خپل خالق په سحي مانا وپېژني او نورو ته هم د علم په ورزده کولو او رسولو کې مرسته وکړي لکه څنګه چې لازم دی د انسانیت هغه آر او اصلي بڼه تمسیل شي او په ټولنه کې په واقعي مانا ترقي پرمخ تګ او امنیت را منځته شي، دا هرڅه هغه وخت ممکن دي چې د دیني او قرآني زدکړو لپاره زمینه برابره وي دیني مدرسي فعاله وي د علماوو قدر وشي امکانات ورته برابر شي او په دغه برخه کې هر اړخیز فعالیت او اولیت رامنځته شي.

خو موږ وینو چې هرڅه برعکس روان دي د ښونځي په دیوال دروازه به لیکلي وي چي اطلب العلم فریضته علي کل مسلیم ومسلمته خو په نصاب کې به د یني برخه له پامه لوېدلي وي شاګرد به له دولسم ټولګي فارغ وي خو د اوداسه لمانځه فرایض به نه پیژني قرآن به نشي لوستلي او داسي نور... دا هرڅه په لوی لاس هم داسي شوي قصداً په غیرمستقیم ډول د اسلامي ټولنو په تدرسي او تحصلي نظامونو کې د پردیو له لوري د لاس وهنو پلان جوړ ونو سسټم رامنځته کونو له امله دي.

علت یې هم واضح مالوم ده چې په اسلامي ټولنو کې د اسلامي نظامونو نه شتون یا تپل شوي لاسي منحریف تش په نامه اسلامي نظامونه او یا د پلورل شویو څېرو حاکمیت ده. 

په افغانستان کې هم بد بختانه چې وضیعیت تر دې لابد تر ده ۹۹٪ سلنه وګړي مسلمان دي خو سوچه اسلامي نظام نشته، تپل شوي حکومتونه  زور واکي مافیایي کړئ حاکمیت لري. عالم او مصلح شخص د ترورست په نامه پېژندل کیږي، په ښکاره ډول دیني عالمان، مدرسین او مولایان په نښه کېږي او د دیني فعالیت مخه ډب ده.

په پردي غربي سسټم کې روزل شوی او معرفي شوي کسان د اسلامي ټولنو په لمن کې ځای نلري د خدای له رحمته لري او ټولني لپاره د سرطان داني حیثیت لري.

ترڅو چې د اسلامي ټولني وګړي په یوه سوچه اسلامي مفکوره او ذهنیت سمبال نشي اسلامي ټولني به هیڅ کله له پرمختګ او امنیت څخه برخمني نشي.

لیکوال ذبیح الله اتل



Saturday, February 15, 2020

د خوښۍ دارو


لنډه لیکنه: انجنیر فریداحمد باوري
 څو ورځې کیږي حالت مې خراب دی، د زړه په هوا مې ورېځ خپره ده، په کور کې له وړې خبرې څخه نا راحته کیږم، په دفتر کې هم له هیچا سره په سم مخ نه یم مخامخ شوی، په عادي خبره لکه اور چې واخلم، یو نږدې ملګري مې هم راته وویل: حالت دي بدل شوی دی. 
خو زه نه پوهیږم ولي خپګان را باندي لمن غوړولې، او ولي مې په وجود کې خوښۍ او خوشحالي ځای نلري، ښه پوهیږم دا حالت ښه نه دی څو ځلې مې ځان ملامت کړی هم دی، خو دې حالت ته تغیر نه شم ورکولی، نا ببره مې په ذهن کې را تېره شوه ایا د خوښۍ دارو به پیدا نشې؟
ډاکتر ته ورغلم، د خوښۍ دارو مې ترې وغوښتل، ډاکټر د طبي قوانینو سره سم زما له پوښتنې وروسته له ما څخه زیاتې پوښتنې وکړې ډاکټر وویل: 
دا ډېره عجیبه پوښتنه ده زموږ په هیواد کې اوس زیات خلک له دې سوال سره مخامخ دي، زیات خلک اوس له ما څخه د خوشحالي درمل غواړي او زه ورته لازمه سلا او مشوره ورکوم. څه وکړم خوښ ووسم؟ د خوښۍ فارموله را ته وښیه؟ د خوښۍ دارو شته او کنه؟ دا هغه سوالونه چې ټول انسانان ورسره مخ دي او ټول يې باید ځواب تر لاسه کړې. ډاکټر راته وویل:
ستا علاج کولی شم، په څوکې کې ورته را نیغ شوم، د تندي ګونځي مې سره وغوړېدې او ورته غوږ شوم.
ډاکټر: موږ داسې دارو نه لرو چې تا خوښ کړي ، خو داسې دارو لرو چې له تا څخه افسردګي او سرګرداني لري کړي ، ذهني بوج به دي کم کړي او توهم او هزیان به دي درمان شي، خوښۍ بله موضوع ده هغه له ژوند سره تړاو لري، که د نه موجودو څیزونو پر ځای په شته شیانو تمرکز وکړې نو خوښ به ووسې. که د نه حاصلېدونکي موقف په ځاي پر خپل موقف تمرکز وکړې خوښې په دې زیاته شې او حپګان به دي کم شي. 
ډېر وخت چې ناروغ ډاکټر ته ورځي نو دې ته ورته ډېر کلمات وايي که دا ځل جوړ شم او له دې ناروغۍ نه مې الله بچ کړې په نړۍ کې به چورت ونه وهم او خوښ به ګرځم ، خو څه وخت وروسته خپله روغتیا هیره وي او خوښۍ ترې کډه کوي. 
ایا نه شو کولی خپل روغ صحت ته تر ډېر خوښ ووسو. 
ایا نه شو کولي خپلې شته داراي او دینا ته خوښ ووسو او د الله(ج) شکر وباسو.
د ډاکټر خبري را باندې ښې ولګېدې ځان مې ارام احساس کړ، پوهېدم چې له ذهنه مې بې ځایه چورتونه کډه کوي او د روغتیا په لوري ګامونه اخلم ، د ډاکټر خبرو ته نور هم غوږ شوم هغه پسې زیاته کړه: د خپګان او خوښۍ ستر عامل دا دی چې نړۍ ته په سم نظر وګورو موږ اوس هم د ماشومانو په ډول هر شی چې غواړو ارزو مو دا وي چې بل يې باید راته برابر کړي، دا چې ښوونځي ته باید ولاړ شو غوصه کیږو، دا چې باید کار وکړو په تکلیف کیږو، دا چې باید د ملګرو په منځ کې ووسو ځان ترې باسو، دا چې پور ادا کړو ځای بدلوو ..... او بیا بهانې جوړوو چې زه بد نصیبه یم. 
د خوشبختۍ احساس د رواني روغتیا له مهمو اصولو څخه دی. زه فکر کوم موږ اوس هم لا عادتآ ماشومان یو، کله چې شیر خواره ماشوم څه وغواړي فوراً يې مور ورته تیار وي او که ځنډ پکې راشي نو ژړاوې پیلوي، موږ هم همداسي یو په کور کې مو ارزو دا وي چې زه ورځم ټول کارونه باید را ته شوې وي او که نه وي شوي د قهر په بدرګه رانه هر څه ویل کیږي، کله چې موږ لویږو نو زموږ د مور او پلار دندې ښوونکي، مدیر، رئیس، ښاروال، وزیر او آن د دولت رئیس ته انتقالیږي، موږ ځان داسي احساسوو چې باید زموږ ټول کارونه نور وکړي، او زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي چې دا د خپګان ابزار او وسایل دي او که موږ خپله دنده واخلو ځان مسئول وګڼو نو موږ به خوښ ووسو.



Wednesday, January 15, 2020

ژوند


لیکنه: انجنیر فرید احمد باوري∣

په نړۍ کې د څښتن تعالی (ج) ستر ستر نعمتونه زموږ او ستاسو لپاره دي، د هر ورځې روښانه لمر او ښکلي هوا الله (ج) زموږ لپاره د سترو نعمتونو څخه راکړي دي، ښايې تر اوسه مو نړۍ ته په سمه توګه نه وي کتلې او ژوند هسې په بې پروايې کې را باندې تیر شوی وي، خو اوس باید هر څه ته د ارزښت په سترګه وګورو راځئ خپل ژوند ترمیم کړو کمیانې يې پیدا کړو او د  الله ج نعمتونو ته تر ډېره خوشحاله زندګي وکړو.
راځئ د نن ورځي شتون غنیمت وبولو او د همت ملا وتړو، زه څنګه کولی شم له خپل ژونده خوند واخلم او ژوند مې د ښه والي په لور ترمیم کړم، د دې کار لپاره اروا پوهانو لارې لټولې دي چې یو څو يې زه دلته درسره شریکوم:
ځان ته ارزښت ورکړئ: که داسې کسان یاست چې خپل ځان ته په ارزښت نه یاست قایل نو هیڅ ژوند نه لرئ، خپل نظر، خپلې ایډیا او خپل انتخاب او ټاکنې ته ارزښت ورکړئ له خپل موقفه مودفاع وکړئ او ځان ته احترام ورکړئ د تقلید لکړه په هسک مېخ را ځوړنده کړئ او په هر څه کې د نورو پېښې مه کوئ، نه وایم چې هیڅ تقلید مه کوئ په دین کې تقلید له علماوو تقلید او له دینې مفکورو څخه په کلی ډول تقلید وکړئ. په خپل شاوخوا کې هغه کسان چې له تاسې سره مینه لري ځان ته معلوم کړئ او مینه ورسره ورلرئ او که وس مو وو تحفې سره ولېږئ، هڅه مه کوئ نور خلک ورټئ هر څوک له ځانه سره وساتئ هر کس د یو ځانګړي وخت لپاره کار ورکوي. 
خپل روح ته مو قناعت ورکړئ
زموږفکر اوکار د ژوند لپاره دی موږ په بې ځایه چورتونو او فکرونو باندې سم فکر ته په ذهن کې هیڅ ځای نه پرېږدو، راځئ دې کار ته د پای ټکی کېږدواو ژوند ترمیم کړو ،یوازي په هغه څه کې فکر وکړو چې زموږ او زموږ په ټولنې پورې تړاو ولري، زړه ته مو ورننوزئ کینې او حسد ته د تل لپاره ځواب ورکړئ او په ځای يې د مینې او محبت نیالګي وکرئ چې په کم وخت کې به درته خوندوره ثمره او میوه درکړي. له سترګو سره مو تړون وکړئ چې د نړئ د پېښو منفي عکاسي به نه کوي او هر څه به مثبت را رسوي په دې سره به مو ژوند ښکلي او له خوندونو نه ډک وي.
ځان ته فارغ وخت پیدا کړئ
هڅه مه کوئ ټوله ورځ مصروف یاست ځان ته مو هم فارغ وخت ولرئ ، له ملګرو سره کینئ ، په پاک ډول مسجد ته ننوزئ او له خپل دین سره ځانګړې مینه ولرئ ځکه دیني چاري د سړي ذهني بوج کموي ذهني ګډوډيو ته مو د پای ټکی کېږدئ، او ارام ژوند وکړئ،
له ژونده خوند واخلئ
په ژوند کې لسګونه ارزانه او اسانه خوندونه شته چې باید واخیستل شي، او که تر اوسه مو نه وي اخیستي په دې برخه کې نیمګړي یاست او د ژوند دا برخه مو ترمیم کړئ ،له ژونده خوند واخلئ، د لمر لویده او لمر راخاته په خپله وګورئ، باران ته ودریږئ، پلی او لوڅې پښې مزل وکړئ، په خپل لاس د غریب او بېنوا کسان ملتیا وکړئ خپلې ټولنې ته د خیر کارونه ورسوئ، په عین عصریت کې د دین له کارونو سره محتاط ووسئ او له علماوو سره مجلوسونه جوړ کړئ د ژوند وړو برخو ته په بې ارزښته نظر مه ګوره.
موخې ولرئ
هر انسان باید د ځان لپاره ځانګړې موخې ولري او دې موخو ته د رسېدو لپاره په لارو چارو باید فکر وکړي، ښايې داسې انسانان به پیدا نشې چې موخې ونه لري، خو موخې باید څرګندې او واضیح وي، له خیالي موخو سره مخه ښه وکړئ او داسې موخې وټاکئ چې لاسته راوړل يې ممکن وي، داسې مه کوئ چې پنځه رزه افغانۍ معاش لري او په دری میاشتي کې ستاسو موخه یو موټر اخیستل وي. 
د ( نه ) ویلو وړتیا په ځان کې پیدا کړئ
ځینې کسان دي چې چا ته د ځواب ورکولو وړتیا نه لري، له هر چا سره د (هو) سره ښوروي خو ډېرو کمو وعدو ته ځان رسوي، په عین حال کې د ټولو وګړو خوښ ساتل ناممکن کار دی، د دې پر ځای چې ته له خپل ملګري سره وعده وکړې او نه يې کړې پر ځای دا به غوروه چې مخته تر مخته ورته ځواب ورکړې.
جرئت ولرئ
جرئت لرل په حقیقت کې له ځان او خپل حق نه د دفاع لرلو په مانا باندي دی، زموږ په ټولنه کې ډېر داسې کسان ما لیدلي دي چې زیات څه يې زده وي خو د خلکو په مخ کې يې له ښکارولو ویریږي او جرئت نلري، جرئت مند کس ته کامیابي خورا اسانه کار وي دی په ځان کې د دې وړتیا لري چې خپله خبره په زغرده وکړي، هغه کسان چې جرئت لري په حقیقت کې پر نفس لوړ اعتماد لري او ځان ته پر احترام قایل دی، کوم کسان چې جرئت لري په ټاکلي وخت باندې د هرې مسئلې پر وړاندې مثبت یا منفي غبرګون ښيي او کوم کسان چې جرئت نه لري د هغوي پر وړاندي خلک مشکوک پاتي کیږي، خو له جرئت نه غلطه ګټه مه اخلئ دې ته جرئت نه ویل کیږي چې تاسې هر چېرته چیغي وهئ او هر ځای مو غالمغال پیل کړی وي، یا مو د مور، پلار او مشرانو په وړاندې د جرئت تر نامه لاندې بیرغ پورته کړی وي.

Saturday, January 11, 2020

۷ګامه وروسته ښه ژوند!


لیکنه: انجنیر فرید احمد باوري

ژوند مې هغسې چې زه يې غواړم پر مخ نه ځي، ډېرې ذهنې طرحې را سره دي خو په تطبیق کې يې پاتي راځم،د خلکو ښه ژوندنو ته په څیرڅير ګورم او زه هم د ښه ژوند ارزو لرم، کله کله په دې فکر کې ولاړ شم چې د خلکو ژوند به هسي له وخته سم و او تکالیف به يې نه وي ګاللي خو ژر مې د فکر نیلۍ را تاو کړم او دا افکار باطل اعلان کړم، زه او په ټوله کې هر انسان ښه ژوند غواړي خو دا چې نه شي ورته رسېدلی دا بېله موضوع ده، زه تل د یوې داسې ورځې په تمه يم چې زما ژوند به پکې تغیر خوري او هر څه به زما پر خوا سمیږي خو چې کله ښه متوجه شم زه چې څه غواړم او چې څه یم یو له بل سره توپیر لرو، د هیچا ژوند په تصادفي ډول نه دی سم شوی، هیچا ته دنیا او مال په معجزایي شکل سره په لاس نه دی ورغلی بلکې د هر چا ښه ژوند د یو چا د تکالیفو او کړاونو ثمره ده، ستاسو ژوند ستاسو دی هیڅوک پکې تغیر نه شې راوستلی او ټول مسئولیت يې ستاسې پر غاړه پروت دی، لاندې اوه ګامه پورته کړئ او ښه ژوند تجربه کړئ:
افکار مو ایډیټ کړئ: زموږ ژوند زموږ د افکارو عملي بڼه ده موږ پر خپلو افکارو یون کوو، په ژوند کې باید خپل افکار ایډيټ کړو د دین او اسلام په تله یې وتلو ، له کلتور سره يې برابر کړو او په زغرده يې اعلان کړو.د هر چا ایډیا او مفکورې ته اجازه مه ورکوئ چې پر ذهن مو کرغېړنه پرده وغوړوي ازاد او مستقل ووسئ، هیچا ته تر فکري بنسټونه مه ورتېرېږئ.
لومړیتوبونه مو وټاکئ: له ځانه مو وپوښتئ چې ( زما پر ژوند کې تر ټولو زیات لومړیتوب څه شی لري؟) ، ځان ته مو ور وښیاست چې کومې موخې ته رسېدل غواړئ که دا کار وکړئ لید لوری به مو معلوم کړی وي او موخې به مو په لاس راوړي وي.که څوک موخې نلري په دې مانا باندې دی چې ژوند نه لري.
موخو ته د رسیدو لاري وټاکئ: موخو ته د رسېدو لپاره ښې او پخې لارې وټاکئ، اسانه ، لنډې او دایمې لارې پیدا کړئ او ډاډه یون پرې وکړئ. هغوئ چې ښه ژوند غواړي او هڅه نه کوي دا يې لاره نه ده د ښه ژوند لپاره ښې لارې پکار دي.
منفي کړنې مو لري کړئ: هڅه وکړئ مثبت حرکات مو تر منفي حرکاتو زیات وي منفي کړنې مو ډیلیټ کړئ ، جرات ولرئ زیات خجل خجل مه کیږي، له عصبانیت سره مخه ښه وکړئ، زیات خوراک او زیاتې خبرې مو را مهار کړئ،دا کارونه مو ژوند در سموي.
نوي مهارتونه زده کړئ: که غواړئ چې د ښه ژوند پر لوري اوچت ګام پورته کړئ او له نړۍ سره مو ځان برابر کړئ نو تخنیکي، انساني او تخلیقي مهارتونه مو پر ځان کې پیدا کړئ دا ټول اکتسابي شیان دي چې په بیا بیا تمرین سره تر لاسه کېدلای شي.
د ژوند مسئولیت ومنئ:شرایط انسانان نه جوړوي بلکي انسانان شرایط جوړوي، د خپل ژوند لپاره ښه شرایط جوړ کړئ ،د خپل ژوند مسئولیت پر خپله پر غاړه واخلئ،په ژوند کې اغېزمن ګامونه پورته کړئ او د ژوند کښتۍ مو د نجات پر ساحل ودروئ، هیڅکله د خپل ژوند ښه والی او بدوالی بل چا ته مه منسوبوئ ستاسو ښه او بد افکار ستاسو ښه او بد ژوند دی.
پشتکار ووسئ: له کار او زیار نه لاس مه اخلئ په دې خاورینه نړۍ کې تر ټولو لوی واټن د پوهې او عمل تر منځ دی، ناهیلي رخصت کړئ، او د کار لکړه در سره راواخلئ،کار او زیار وباسئ ژر د بې وسۍ ناره مه پورته کوئ او تل هڅاند ووسئ، د ژوند لپاره مو هر ورځ څو قدمه پر مخ ولاړ شئ، واړه قدمونه بې ارزښته مه بولئ تر ولاړ حالت ښه دي، کار عزت دی، کار ښه ژوند دی.

ⓒwaheedullahazizi.blogspot.com

Friday, November 22, 2019

د محصل نړیواله ورځ ولې نمانځل کیږي؟

دمحصل نړیواله ورځ مو مبارک شه!

محصلین په ټولنه کې یو فعاله  او د پیښو پر وړاندې یوه حساسه طبقه ده؛ همیشه وېښ او مسؤل پاته شوي، په نړۍ کې ډیری انقلابونه، اعتراضونه او مدني حرکتونه د دغې طبقې لخو تر سره شوي او لا هم تر سره کېږي. هر کال د نومبر ۱۷ د محصلینو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا چې د دې ورځې اهمیت په څه کې ده؟ او ولي دغه ورځ د محصل د ورځې تر سر لیک لاندې په نړیواله او ملي کچه نمانځل کېژي؟ دلته مو د دغي ورځې د پیل ورځ او تاریخچې ته لنډ کتنه کړي.
په کال ۱۹۳۹ زیږدیز کې محصلینو په چک سلواکیه د خپلواکۍ په ورځ، د جرمني نازیانو د اشغال غندلو په موخه  لاریون ترسره کړ. د لاریون کوونکو د خوَرولو او پاشلو په موخه، نازي دولت ته وفادارو فوځونو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې، په ډزو کې ډیرۍ کسان ټپیان شول په ټپیانو کې یو ۲۴ کلن ځوان د “ ژان اوپلتال (Jan Opletal)” په نوم چې په چارلز پراګ پوهنتون کې د محصلانو د حقوقو مدافع او فعال وو په سخته توګه ټپي شو او وروسته له دوو اونېو د نومبر په ۱۱مه ومړ، د همدې کال د نومبر پر ۱۵ مه دده جسد د تدفین په موخه دده پلرني ټاټوبي بومیا ته راوړل شو، دده د تدفین په مراسمو کې په زرګونو تنو محصلانو او د پوهنتون استادانو ګډون درلود چې دغه د تدفین مراسم وروسته په یو بل لاریون بدل شو او د نازي دولت ضد غورځنګ بڼه ېې غوره کړه. همزمان د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د محصلینو حرکتونه رامنځ ته شول او په یو شمیر هیوادونو کې یې د موجوده حکومتونو پر ضد لاریونونو او اعتراضونه وکړل. له دې سره په چک سلواکیه کې د نازي دولت سره وېره پېدا شوه چې ددې غورځنګ لمن تر نورو سیمو ور ونه رسیږي نو د نازي دولت نماینده (کنستانتین نوراث)  یوځل بیا  فوځ ته د غورځنګ د ځپلو امر ورکړ فوځ د محصلینو پر لیلیو حملې وکړې او ۱۲۰۰ محصلین ېې ونیول او په نظامي کمپونو کې ېې بندیان  کړل. او په ټول چک سلواکیه کې ېې پوهنتونونه رخصت  کړل.ددې غورځنګ بنسټ ګر چې شپږ تنه محصلین او دری تنه د پوهنتون استادان وو ونیول، او پرته له کومې محکمې یې د نومبر پر ۱۷ مه کال ۱۹۳۹ زیږدیز کې اعدام کړل. دې پېښې د خلکو کرکه نور هم ورزیاته کړه او دغه ورځ له دې وروسته په چک سلواکیه کې د محصلینو د ورځې په توګه هر کال لمانځل کېده، تر دې وروسته د محصلینو نړیوالې اتحاديې چې په لندن کې  یې شتون درلود او د محصلانو نړیوال غورځنګ په هلو ځلو یې دغې ورځې ته په نړیواله کچه د نمانځیدونکو ورځو په قطار کې ځای ورکړل شو. له دي وروسته هر کال دغه ورځ د نومبر ۱۷ چې د  عقرب له ۲۶ سره برابره ده. د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د محصل د ورځې نمانځنې ریښه او پیل د یو غمیزې او بدي واقعې او د محصل د مرګ ژوبلي په حيث سر راپورته کړی، خو دا ورځ محصل دستونزو دحل ، مثبت تحول، ناوړه پیښو په ورړاندې مبارز، د دیني، مذهبي، حذبي، کلتوري، سیاسي ، اقتصادي ، اجتماعي ... چارو په وړاندې فعال، حساس او وېښ معرفي کوي/او ده.
او  د دوی (محصلینو) فزیکي او معنوي وجود د خلکو د ارادي د تمثیل په توګه، دولتونو او د هغوی په نظامونو کې د مثبت تغیر راوستلو د فشار د یو الې یا وسیلې په حيث ورڅخه کار اخستل کېده/ او کېژي.
خو که دا ورځې ته په ملي عینکو کې وګورو، له خورا لوی توپېر سره به مخ شو. ډیري پوښتنې به را ولاړې شي! بېرته به د محصل د ورځې لومړنیو ورځو ته و ګرځو ، له محصل بودن څخه به مو کرکه وشي، له دغه نوم څخه به د ټولنې عام وګړي ټول نفرت کوي،ژوند به یې له ستونزو او دردونو ډک وي او دارنګه د دیني او ملي ارزښتونو په وړاندې حساس او وېښ ځواک به نه لیدل کېژي او هم دغه طبقه(محصلین) د نورو  پردیپالو سازمانونو د اهدافو ښکار شوي. د نورو  سازمانونو د شومو موخو قرباني شوي. د سیاسي احذابو د شخصي او افراطي موخو قرباني شوي. نه څوک د دوی فکر او انګیزې ته په ملي مسائلو کې ځای ورکوي. ځکه دلته نه محصل ځان پیژندلی او نه محصل خپل ژوند کې هدف لري او نه ډیر د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پېښو په وړاندې حساس پاته شوي.او نه څوک ورته په خاص اهمیت قائل دي او همدارنګه نه خاص د دولت  لخوا دغه قشر ته توجه کېژي. د دې بیلګه په هیواد کې د شاهي نظام څخه وروسته د لومړني رئیس جمهور سردار محمد داؤد خان په مقابل کې د کابل پوهنتون د محصلینو حرکتونه  یادولای شو، کوم چې محصلین د پردیپالو ښکار شول.  خـــــــو افغانستان د هغه وخت له سیاسي او اجتماعي ناورینونو څخه اوس هم ګړیژې. او لابه هم تر هغه وخته کړیژې تر څو  مو محصلین ځان ونه پېژنې او یاده طبقه فعاله نشي، اهداف ونلري، دمسلکي زده کړو تر څنګ د سیاسي، کلتوري، اقتصادي ، ټولنیزو ... پېښو په وړاندې حساس ونه أوسي، ملي ارزښتونه  ونه پیژني او د هغوی په خوندیتوب کې کوټلي ګامونه وانخلي، د پردیو اهدافو ښکار نشي او دولت مو دغي طبقې ته ځانګرې پاملرنه ونکړي، تر څو د چارو په سمون کې د دوی فکر او انکيزه نادیده وبلل شي، سالم او روغ کریکولم (نصاف) چاپ او اماده نګړای شي، په مدني حرکتو او تحول  کې د دوی رول کمرنګ وګڼل شي، دولت د دوی د استادانو او ښوونکو دظرفیت لوړونې موضوع له پامه وغورځوي، په دولتي او خصوصي مؤسسو کې با کیفیته او په ټېټه بېه خدمات وړاندې نکړي او هم تر څو دولت د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د تدریس جریان په مستمر او دوامداره توګه کنترول او ارزیابې ونـــــــکړي، محصلین او په ټوله کې هېواد به مو د بســاینې او هوســـاینې څکه و نڅکي.
                          په درنښت ویاند
               د هوسا او بسیا افغانستان په هیله



Monday, November 18, 2019

موخه څه ده؟

موخه څه ده؟
موخه هغه موضوع او د کړنو نهايي مرحله ده چې د انسان نظر، احساس او لېد لوری د ځان په خوا کش کاږي، او په ټوله کې د یوه وګړي د ژوند سرنوشت ټاکي.
یا هم ویلای شو چې  موخه عبارت له هغه مطلوبې پايلې څخه ده چې ټول فعالیتونه د هغې ترلاسه کولو په خاطر ترسره کېږي. 
نو په همدې پار د هر انسان موخه  د هغه کس د اصلي شخصیت او هویت څرګندونه کوي.
د موخې ټاکنه؟
انسان یو ټولنیز مخلوق دی او د آزاد  ژوندانه صلاحیت لري، هر انسان د خپل موخې ټاکنه په منطق او عقل سره کوی!
پلټنو دا جوته کړې چې هغه انسانان چې په ژوند کې يې موخې نه درلودې، هغوی فکري او جسمي وژنې کړي.
د موخې ټاکلو معیار څه دی؟
لمړی چې یوه موخه ټاکو باید، په دې پوه شو چې آیا د سېدلو ارزښت لري او کنه، د وخت مصرفولو ارزشت لري او کنه، که چېرته يې ارزښت درلود باید ورته کار وشي او که يې چېرته ارزښت نه درلود، باید لاس ځنې واخستل شي.
بل دا چې باید مونږ پوه شو چې آیا دغه هدف ما خپلو هېلو ته رسوي او کنه!
د موخې رول په ژوند کې څه ده؟
په ځان اعتماد لرل او په دې یقیني کېدل چې هېڅ شی زما د موخي خنډ نشي جوړېدلای.
بریالی هغه کس ده چې له خپلې موخې ښه پايله ولري.ځکه ژوند په موخه باندې ښايسته کېږي.
موخه درلودل په دې مانا چې تاسو هوډ لرئ او هوډ  په دې مانا چې تاسو ژوند ته ژمن کس یاست.
پلان :
هغه مخکنی لېدلوری او ذهني طرحه چې مونږ يې د خپل اساسي فعالیت د ترلاسه کولو په پار په لاره اچوو ترڅو خپلې ټاکلي نوخې ته ځان ورسوو.
په موخه کې د بريالي شخصیت ځانګړتیاوې:
۱- په عادي زده کړو بسنه نه کوي، زیاته مطالعه کوي، له بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه کوي
۲- د لوړو موخو  لپاره کار کوي، خو پيل يې له  وړو کارونو څخه کوي، په هر کار کې مراحل او پړاوونو ته اهمیت ورکوي.
۳- په خپل ځواک باور لري، له وېرې پرته خپلې موخې ته ځان رسوي، هېڅ شی ورته خنډ نه ګرځي.
۴- له نېکو او بریالیو کسانو سره راشه درشه کوي، د وخت ضایع ته جدي پاملرنه کوي.
۵- له الله جل جلا له سره خپل ارتباطات قوي ساتي ، له کېنې  او حسد څخه ځان ژغوري.
۶-خپلو هڅو ته هر اړخیزه ادامه ورکوي.
۷-د بل چا د منفي تبلیغاتو نه قرباني کیږي.
لیکنه:  معین احمد مسرور