Showing posts with label لنډې کیسې. Show all posts
Showing posts with label لنډې کیسې. Show all posts

Wednesday, January 15, 2020

مکتب ته ځم

             ــــ ترخه ځانپېښه ــــ
سهار وختي وو چې د دوکان ته روان وم ...
ناڅاپه مې یوه وړه  انجلۍ ولیده چې په چیغو چیغو یې ژړل او ویل یې چې مکتب ته ځمه، مکتب ته ځمه او د مکتب په خوا یې منډي  وهلې خو مور یې ورپسې وه څو دا انجلۍ له مکتب نه  را وگرځوﻱ، خو انجلۍ منډي وهلې په دې وخت کې یوه ځوان چې په بایسکل سپور، بایسکل یې ودراوه او د انجلۍ پسې یې وځغاستل دوه درې دقیقې پس یې انجلۍ یې له لاسه را ونیوله او هغې مورته یې په لاس ورکړه کومې مور چې غوښتل انجلۍ له مکتب نه را وگرځوي ... خو  وړې انجلۍ لا هم په چیغو ژړل او ویل یې چې مکتب ته ځمه او مکتب ته....
پوه نشوم چې کوم مشکل به وو...

Wednesday, January 8, 2020

ولې کونډه شوم

لنډه کیسه:
ولې کونډه شوم؟
لیکوال:  محمدغني سیرت

د یوه شتمن پلار لور وم، پلار مې د دولت کارمند وه. پلار به مې تل تعلیم ته هڅولم او ویل به یې چې تعلیم د بدبختیو د خلاصون یواځینی لار ده.  تعیلم موږ د ژوند په تولو اصولو پوه کوي.  پلار به مې ویل، تعلیم رڼا ده او رڼا ژوند ده. زه د مکتب په لسم صنف کې وم چې یوه ورځ د یوه غنم رنګ لوړ قد لرونکي هلک سره د مکتب د ادارې په وره کې مخامخ شوم. هلک له ډېره شرمه کښته وکتل او زه هم لاړم. اونۍ نه وه تېره چې هماغه هلک مې د مکتب په صالون کې ولید. ورغلم له سلام او کلام وروسته مې ورته وویل، څوم صنف کې یې ؟ د کوم ځای یې؟ هلک په لنډو کې راته وویل، دولسم صنف کې یم د هغه بل کلي یم، نوم مې احمد دی
نور به مو هره ورځ یو ځل کتل او د زړه خواله به مو سره کول. 
احمد به هره شپه زنګ راته وهل او د شپې تر ناوخته به غږېدو.
احمد دولسم صنف خلاص کړ د کانکونو ازموینه یې ورکړه او د ننګرهار ادبیاتو ته په لوړو نمرو کامیاب شو.
احمد پوهنتون ته لاړ او په اونۍ کې به یې یو ځل  راته زنګ وهل، ما چې به ورته وویل،  ولې اوس هره شپه زنګ نه وهې ده به ویل چئ درسونه یې خورا سخت دي او نه شي کولای هره شپه زنګ ووهي. شپې ورځې تېرېدې، زموږ د کانکور ازموینه هم راورسېده. د کانکور ازموینه مې ورکړه خو بریالی نه شوم. پلار مې ډاډ راکول او ویل به یې امادګي ونیسه بریالی کېږې.
خو ما نه غوښتل چې بیا ازموینه ورکړم.
یوه شپه احمد راته وویل چې غواړم خواستګاري در ولېږم، ما هم ورسره ومنله او په دا سبا یې موږ او پلار زموږ کره د خواستګاري لپاره راولېږل. زما پلار چې زه یې یوازنی لور وم نه غوښتل چې پرته زما له اجازې له چا سره هو ووایي. او د احمد دوی کورنۍ یې رخصت کړه. پلار مې هم د احمد په اړه له ډېرو خلکو نه پوښتنې کړې وې.
ماخستن چې ما پخلۍ کول،  پلار مې مور ته د احمد او د احمد د کورنۍ په اړه غږېدو. پلار مې مور ته وویل، د خلکو له خولې چې احمد ښه هلک دی، په خپلو زدکړو بوخت دی. کورنۍ یې هم ښه کورنۍ ده، خو چې د مرضې رضایت شته که نه!؟
مور مې ورته وویل چې زه به یې وپوښتم.
ماخستن چې احمد زنګ وکړ او رانه یې وپوښتل چې څه وشول؟ ما ډاډ ورکړ چې هر څه سم روان دي او دا کار به ژر لخیره وشي. زموږ کوژده وشوه احمد را فارغ شو، او واده مو هم وکړ. دا چې د احمد کورنۍ یوه بې وزله کورني وه نو احمد مجبور وه چې په وظیفه پسې وګرځي. احمد ډېر په وظیفه پسې وګرځېد خو په دوه کاله کې یې وظیفه پیدا نکړه.
زموږ یوه لور وشوه، زه او احمد ورسره ډېر خوشحاله وه. یو شپه احمد راته وویل چې نور نه غواړي په وظیفه پسېi وګرځي او غواړي د ملي اردو افسر شي.
ما نه غوښتل چې احمد دې په پوځ کې داخل شي، خو د کور مجبوري مې لیده، ان چې ډېری وخت به د شپې موږ په نهاره ویدېدو، نو ځکه ما هم ورته وویل چې سمه ده. احمد لاړ پوځ ته، درې میاشتي وروسته د یوې شپې رخصتۍ لپاره راغی، موږ تول ورته ډېر خوشحاله وه. د شپې تر ناوخته مو خبرې سره وکړې، او ویده شوو.
د شپې دوه بجې وې چې د کوتې ور په زوره را خلاص شو، درې کسان ول مخونه یې پټ وه، احمد یې له ځان سره بوت. موږ هغو درې کسانو ته ډېرې زارۍ وکړې خو چا زموږ غږ نه اورېد.
په هغه شپه موږ تر سهاره ویده نه شوو.
سهار چې لمر راخوت یوه ډله کلیوال په دروازه را نینوتل، او د احمد جنازه یې په وږو را اخیستې وه.
زه بېهوښه شوم، یو وخت چې را په هوښ شوم زما احمد یې تورو خاورو ته سپارلی وه او زه کونډه شوې وم.
پای





Wednesday, November 27, 2019

خواره ماشومه

لنډه کیسه: 
سهار وو لمر ژېړ مخ تر نیمايي تر خړو وريځو را هسک کړی وو، ماښمني تیر شوي یخ د باران  ولاړې اوبه یخی کړې وې. تېز باد د خزان وهلو ونو ژېړې پاڼې ورو ورو د انګړ منځته راتولې، ورېځو د آسمان مخ ځای ځای خړ کړی وو، هرې خواته چوپتیا خپره وه،  کله کله به د خړو مرغیو چڼ چڼ واورېدل شو، خو بیرته به يې د یخنۍ له وجې خړې بڼې ببرې کړې ، سرونه به يې په  بڼکو کې پټ کړل، خاموشي به خپره شوه. په ځآن کې مې د ولاړېدو سیکه نه لرله، مجبوره وم، په هر حالت کې زه باید د سړک غاړې ته تللې وایي. خونې ته ننوتم، مور مې د یو کلن ماشوم سرته  ناسته وه، د ماشوم مازې نفس کښته او پورته کیدی، اته ورځې کیدې چې ورور مې سکاروي وهلی وو، له کوره ووتم، د باندې تېز باد وو، کله کله به د باران څاڅکې هم ور سره ګډ شول، آسمان تورو ورېځو نیولی وو، هر لوري ته ویرونکې فضا خپره وه، څه لحظه وروسته سړک ته وختم، د جمپ تر غاړې کېنستم، له یخنۍ مې ټول اندامونه رېږدېدل، تر ډیرو ناسته وم، هیڅ موټر ، هیڅ بنیا آدم ، هیڅ ژوندی ساری مې ونه لیده،  له لیري پراته خړ کلي څخه د  سپو غپاه راتله ، یو دم باران شو، باران ډیر په شدت اورېدث، لیرې دوه موټره ښکاره شول، یوه خړه کورلا وه ، بله ټکسي وه. خوشحاله شوم، یخني، باران ... هر څه مې هیر شول، په  دې فکر کې وم چې پيسې به راکړي کنه ؟؟ ټکسي موټر مې تر مخ تېر شو هیڅ یې را ونه کتل،  د وهم موټر راورسید ، د جمپ منځته ورغلم ، لاسونه مې د خیرات له پاره پورته ونیول،موټر ودرېد، له ټېرو يې د سوي بوی پورته شو، خړو ښيښو یې خوله نیولې وه، موټروان آئینه ټيټه کړه، وور مې د سترګو تر چولو  ور وکتل درې تنه پکښې ناست وو.  یو له عمر پوخ وو،  ژېړه کټوازۍ لونګۍ پر سر وه، شیناوۍ ږیره یې درلوده، نور دوه پکښې ځوانان وو، دواړو مړې ږیرې درلودې، تورې لونګۍ یې پر سر وې.
له عمره پوخ سړي وویل :
زویه څه کوې ؟!   
 ورو مې خبرې پیل کړې. کوچنی ورور مې دا اته ورځې کیږي، سکاروي وهلی، پلار مې بزګر وو، په پردي جنګ کې مړ شو، مور مې  له هغې ورځې را وروسته په عصابي ناروغۍ اخته ده، کور کې هیڅ نه لرو، یو خیرو خیرات .... 
له عمره پوخ سړی  د صدرۍ په جېب اخته وو، موټر چلوونکي ځوان سګریټ کش کو، له خولې خړې لوخړې پورته شوې،  ورو یې وویل:
ـ حمیده !
له جامې خواره ده، کنې ښه شی ده
ځوان وخندل، زغله کوچنۍ ده، اوبا لري.
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، زړه مې خولې ته راغی، هیڅ مې نه لیدل ، په سترګو مې توره شپه وه، له عمره پوخ سړي له ائینې څخه لاس را اوږد کړه، ونیسه!
د سترګو تر چولو مې ور وکتل ، زری وو
لاس مې ور اوږدکړ، سړي مې لاس په لاس کې ټینګ کړ، غټې شونډې يې په غاښوکې ټینګې کړې، د موټر خواته يې ور کش کړم
له خولې مې لویه چیغه ووته، شاته مې زور کو، ړنګه شومه، سر مې د سړک زۍ ته برابر شو.
په سر کې مې څړیکې شوې، یوه لحظه مې هیڅ هم نه لیدل، په زحمت پورته شوم، تندي مې ګرم شو، لاس مې وروړ وینه وه، موټروان موټر ته رېز ورکړ، موټر مې تر څنګ تېر شو، خړې اوبه یې را وشیندلې،
شاه او خوا مې وکتل، هیڅ نه ښکارېدل.

لیکوال:  محمد جاوید جواد
 

Tuesday, November 19, 2019

انتظار

لنډه کیسه 

چوپه چوپتیا وه ،کله کله به  د چنګاښې کروړا  ( کورړا) واورېدل سوه،  دکوټې (خونې) محل ته تورې تیارې دتور سکور غوندې بڼه وراغوستې وه؛ کله کله به د مچ بڼهاري سو. اوکله به د ساعت د وړوکی سانیګر وړه وړه ټکاه خته، دکوټې په منځ کښې ناست پنځه ویشت کلن ځوان دیوال ته ډډه وهلې وه، او د خپلې مینې  د راتلو انتظار له یو ژور فکر سره مخ کړی وو. د لاس لنډي ګوتي يې په اوږدو څڼو کښې تیري کړې .
ـ یو سوړ اسویلی ئې ویست.
دګروپ بټن ته ئې لاس ور اوږد کړ، دګروپ رڼا دخونې تور او ویرونکي حالت ته سپينه جنبه (بڼه) ور واغوسته ؛ دګروپ پر  سر وړو خزندو ( ماشو\ غوماسو) توره لیکه جوړه کړه . ځوان له کړکۍ څخه دسړک پر سر د موټرو دتګ راتګ ننداره کوله ؛ نری باد د سړک تر څنګ د جګو ونو پر مخ لاس تیراوه. کله کله به د موټرو رڼا د ځوان مخ ته برابره سوه : اوږدې بڼورې سترګې به ئې وځلېدې .
زړه ئې صبر نه کو...نمبر به ئې اوکې کړ، بیرته به ئې پر سره بټن پنډه ګوته کېښکله ...لاندۍ شونډه ئې په غاښ ټینګه کړه ، دومره چې وینه ئې وکړه .
او ورو ئې له ځان سره  وویل :
ـ څومره به ستړې سوې وي؟
ـ ډوډۍ به ئې خوړلې وي ،؟او که نه ؟
ـ کیدای سي دهغې مریضي خطرناکه وي.
یو سوړ اسویلی ئې ویست
پزه يې پورته کش کړه
د پزې اواز د کوټې خاموشي ماته کړه
د ځوان صبر اوږد نه شو...
پر  زړه ئې زور راوست ...
دټلیفون زرغون بټن ئې کېښکی .
د موبائیل له مخ څخه شنه رڼا پورته سوه
له مقابل لوري نرم ښځینه غږ واوریدل سو.
پر نرمه لهجه ئې وويل :
ـ ګرانه ! معاینات مي وکړو ، ډاکتر ویل : چې ( موریکه \مهریکه ) ئې.
ـ ساعت وروسته درځم
ـ سمه ده ګرانې !
ـ ما وبخښه ! پوهیدم چې مصروفه به ئې ، خو زړه مي صبر ونه کړ، دوه  ساعته کیږي چې ستا صحت ته اندېښمن وم؛ ستا نازولې څېره مي هیڅ د ذهنه نه وځي .
د انجلۍ سرې شونډۍ وخوځیدې :
همداسي ده ، زما هم یادیږې ...
زر راسه ! زه به تر هغو ستا انتظار کوم ؛ تر څو چې کور ته رارسیږې
ټلیفون قطع شو.
له رسټورانټه د کباب بوې راته
یوه ډنګر هلک په لوړ غږ نارې وهلې
شور، کباب، کړاي، قورمه، پلاو، کابلي، پایچه ......
ښځي په قهر( غوسه) سره ټلیفون  پر لاسي بکسه کښې کېښود.
ورېځۍ  ئې ګونځي  شوې  . په قهر سره ئې وویل:
ـ لیونیه !
کیڼ بغل ته دهغې تر څنګ ناست ځوان شونډي وخوځیدې :
ـ څوک وو؟
ـ خاوند مي ... د زر راتلو خبره ئې کوله ...
انجلۍ د ځوان لاس په لاس کښې ټینګ کړ ... شونډي ئې ګونځۍ سوې:
ورو يې وویل:
ـ سر مه پسي ګرځوه وه. دا لیونی ما ډیر ځله په انتظار ویده کړی ده .
               پای
لیکوال: محمد جاوید جواد