Wednesday, January 8, 2020

ولې کونډه شوم

لنډه کیسه:
ولې کونډه شوم؟
لیکوال:  محمدغني سیرت

د یوه شتمن پلار لور وم، پلار مې د دولت کارمند وه. پلار به مې تل تعلیم ته هڅولم او ویل به یې چې تعلیم د بدبختیو د خلاصون یواځینی لار ده.  تعیلم موږ د ژوند په تولو اصولو پوه کوي.  پلار به مې ویل، تعلیم رڼا ده او رڼا ژوند ده. زه د مکتب په لسم صنف کې وم چې یوه ورځ د یوه غنم رنګ لوړ قد لرونکي هلک سره د مکتب د ادارې په وره کې مخامخ شوم. هلک له ډېره شرمه کښته وکتل او زه هم لاړم. اونۍ نه وه تېره چې هماغه هلک مې د مکتب په صالون کې ولید. ورغلم له سلام او کلام وروسته مې ورته وویل، څوم صنف کې یې ؟ د کوم ځای یې؟ هلک په لنډو کې راته وویل، دولسم صنف کې یم د هغه بل کلي یم، نوم مې احمد دی
نور به مو هره ورځ یو ځل کتل او د زړه خواله به مو سره کول. 
احمد به هره شپه زنګ راته وهل او د شپې تر ناوخته به غږېدو.
احمد دولسم صنف خلاص کړ د کانکونو ازموینه یې ورکړه او د ننګرهار ادبیاتو ته په لوړو نمرو کامیاب شو.
احمد پوهنتون ته لاړ او په اونۍ کې به یې یو ځل  راته زنګ وهل، ما چې به ورته وویل،  ولې اوس هره شپه زنګ نه وهې ده به ویل چئ درسونه یې خورا سخت دي او نه شي کولای هره شپه زنګ ووهي. شپې ورځې تېرېدې، زموږ د کانکور ازموینه هم راورسېده. د کانکور ازموینه مې ورکړه خو بریالی نه شوم. پلار مې ډاډ راکول او ویل به یې امادګي ونیسه بریالی کېږې.
خو ما نه غوښتل چې بیا ازموینه ورکړم.
یوه شپه احمد راته وویل چې غواړم خواستګاري در ولېږم، ما هم ورسره ومنله او په دا سبا یې موږ او پلار زموږ کره د خواستګاري لپاره راولېږل. زما پلار چې زه یې یوازنی لور وم نه غوښتل چې پرته زما له اجازې له چا سره هو ووایي. او د احمد دوی کورنۍ یې رخصت کړه. پلار مې هم د احمد په اړه له ډېرو خلکو نه پوښتنې کړې وې.
ماخستن چې ما پخلۍ کول،  پلار مې مور ته د احمد او د احمد د کورنۍ په اړه غږېدو. پلار مې مور ته وویل، د خلکو له خولې چې احمد ښه هلک دی، په خپلو زدکړو بوخت دی. کورنۍ یې هم ښه کورنۍ ده، خو چې د مرضې رضایت شته که نه!؟
مور مې ورته وویل چې زه به یې وپوښتم.
ماخستن چې احمد زنګ وکړ او رانه یې وپوښتل چې څه وشول؟ ما ډاډ ورکړ چې هر څه سم روان دي او دا کار به ژر لخیره وشي. زموږ کوژده وشوه احمد را فارغ شو، او واده مو هم وکړ. دا چې د احمد کورنۍ یوه بې وزله کورني وه نو احمد مجبور وه چې په وظیفه پسې وګرځي. احمد ډېر په وظیفه پسې وګرځېد خو په دوه کاله کې یې وظیفه پیدا نکړه.
زموږ یوه لور وشوه، زه او احمد ورسره ډېر خوشحاله وه. یو شپه احمد راته وویل چې نور نه غواړي په وظیفه پسېi وګرځي او غواړي د ملي اردو افسر شي.
ما نه غوښتل چې احمد دې په پوځ کې داخل شي، خو د کور مجبوري مې لیده، ان چې ډېری وخت به د شپې موږ په نهاره ویدېدو، نو ځکه ما هم ورته وویل چې سمه ده. احمد لاړ پوځ ته، درې میاشتي وروسته د یوې شپې رخصتۍ لپاره راغی، موږ تول ورته ډېر خوشحاله وه. د شپې تر ناوخته مو خبرې سره وکړې، او ویده شوو.
د شپې دوه بجې وې چې د کوتې ور په زوره را خلاص شو، درې کسان ول مخونه یې پټ وه، احمد یې له ځان سره بوت. موږ هغو درې کسانو ته ډېرې زارۍ وکړې خو چا زموږ غږ نه اورېد.
په هغه شپه موږ تر سهاره ویده نه شوو.
سهار چې لمر راخوت یوه ډله کلیوال په دروازه را نینوتل، او د احمد جنازه یې په وږو را اخیستې وه.
زه بېهوښه شوم، یو وخت چې را په هوښ شوم زما احمد یې تورو خاورو ته سپارلی وه او زه کونډه شوې وم.
پای





No comments:

Post a Comment