د مثبت فکر جوړول:
یو سړی وو چې د ژوند لګښتونه یې د پوګاڼو له پلور څخه پوره کول. هر کله به یې چې کاروبار ټکنی شو؛ څو رنګه پوکاڼې به یې هوا ته خوشې کړې او په دې توګه به یې د ماشومانو پام ځان ته راواړاوه او ماشومانو به بېرته له ده څخه د پوکاڼو پېرل پیل کړل. ده به هره ورځ دا تجربه تکراروله. یوه ورځ یو ماشوم ورته راغی او له ده څخه یې پوښته وکړه:" که دا مشکي پوکاڼه خوشې کړې، اسمان ته به پورته شي؟"
پلورونکي چې د ماشوم د پوښتنې تر اغیز لاندې راغلی و په نرمۍ ځواب ورکړ: «بچیه دا د پوکاڼې رنګ نه دی چې هغه هوا ته پورته کوي. بلکې په هغه کې د ننه محتویات د ي چې د دغه کار لامل کېږي.»
دغه اصل زموږ په ذات کې هم کارېږي: د وګړو ذات ارزښتمن دی، هغه څه چې زموږ په ذات کې دي او موږ د پرمختګ لور ته هڅوي هغه زموږ د فکر بڼه دی.
د هارورډ پوهنتون استاد ویلیم جیمز وایي : « زموږ د نسل تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې کولی
شي د خپل فکر د بدلولو له لارې، خپل ژوند بدل کړي.

No comments:
Post a Comment