چاته باسواده ویلای شو؟
لیکنه: وحیدالله عزیزي
هغه کس ته باسواده یا زدکړه لرونکی ویلای شو چې، ناڅاپي شرایط په ښه ډول کنټرول او درک کړای شي، د حل لپاره یې له غوره فکر او ښو لارو چارو څخه ګټه واخلي.
هغه کسان چې د ریښتیني، صفت لرونکې وي یعنې له خلګو سره په راکړه ورکړه کې صادق وي، همدارنګه د نورو کسانو د هغو خصوصیاتو تحمل ولري چې د، د نه خوښېږي او له خپلو همکارانو سره تر هغه برېده نېک چلند او ښه اخلاق وکړي کوم چلند چې د اسلام مبارک دین، قرانکریم او نبوي سنت موږ ته را ښوولي دي.
همدا شان هغه کسان زده کړه لرونکې بللی شو چې بدبختۍ، ناخوالو او وخت ته نه تسلیمېږي، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي؛ خپلو ټاکلو موخو ته ځان رسوي او په زړورتیا مخ پر وړاندې ځي.
تر ټولو مهمه دا ده چې د بریالیتوب پر مهال غرور ونه کړي ځکه الله ﷻ دا بریالتوب ور په برخه کړی او باید شکرانه یې اداء کړي.
بل دا چې زده کړه لرونکې کسان تل د پېچلو شرایطو پر مهال زړورتیا نه بایلي او له هرې ممکنه لارې څخه یې د حل لار لټوي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د انګلیش لیکنو، او معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ
https://shamapage.blodspot.com

No comments:
Post a Comment