لنډه کیسه:
سهار وو لمر ژېړ مخ تر نیمايي تر خړو وريځو را هسک کړی وو، ماښمني تیر شوي یخ د باران ولاړې اوبه یخی کړې وې. تېز باد د خزان وهلو ونو ژېړې پاڼې ورو ورو د انګړ منځته راتولې، ورېځو د آسمان مخ ځای ځای خړ کړی وو، هرې خواته چوپتیا خپره وه، کله کله به د خړو مرغیو چڼ چڼ واورېدل شو، خو بیرته به يې د یخنۍ له وجې خړې بڼې ببرې کړې ، سرونه به يې په بڼکو کې پټ کړل، خاموشي به خپره شوه. په ځآن کې مې د ولاړېدو سیکه نه لرله، مجبوره وم، په هر حالت کې زه باید د سړک غاړې ته تللې وایي. خونې ته ننوتم، مور مې د یو کلن ماشوم سرته ناسته وه، د ماشوم مازې نفس کښته او پورته کیدی، اته ورځې کیدې چې ورور مې سکاروي وهلی وو، له کوره ووتم، د باندې تېز باد وو، کله کله به د باران څاڅکې هم ور سره ګډ شول، آسمان تورو ورېځو نیولی وو، هر لوري ته ویرونکې فضا خپره وه، څه لحظه وروسته سړک ته وختم، د جمپ تر غاړې کېنستم، له یخنۍ مې ټول اندامونه رېږدېدل، تر ډیرو ناسته وم، هیڅ موټر ، هیڅ بنیا آدم ، هیڅ ژوندی ساری مې ونه لیده، له لیري پراته خړ کلي څخه د سپو غپاه راتله ، یو دم باران شو، باران ډیر په شدت اورېدث، لیرې دوه موټره ښکاره شول، یوه خړه کورلا وه ، بله ټکسي وه. خوشحاله شوم، یخني، باران ... هر څه مې هیر شول، په دې فکر کې وم چې پيسې به راکړي کنه ؟؟ ټکسي موټر مې تر مخ تېر شو هیڅ یې را ونه کتل، د وهم موټر راورسید ، د جمپ منځته ورغلم ، لاسونه مې د خیرات له پاره پورته ونیول،موټر ودرېد، له ټېرو يې د سوي بوی پورته شو، خړو ښيښو یې خوله نیولې وه، موټروان آئینه ټيټه کړه، وور مې د سترګو تر چولو ور وکتل درې تنه پکښې ناست وو. یو له عمر پوخ وو، ژېړه کټوازۍ لونګۍ پر سر وه، شیناوۍ ږیره یې درلوده، نور دوه پکښې ځوانان وو، دواړو مړې ږیرې درلودې، تورې لونګۍ یې پر سر وې.
له عمره پوخ سړي وویل :
زویه څه کوې ؟!
ورو مې خبرې پیل کړې. کوچنی ورور مې دا اته ورځې کیږي، سکاروي وهلی، پلار مې بزګر وو، په پردي جنګ کې مړ شو، مور مې له هغې ورځې را وروسته په عصابي ناروغۍ اخته ده، کور کې هیڅ نه لرو، یو خیرو خیرات ....
له عمره پوخ سړی د صدرۍ په جېب اخته وو، موټر چلوونکي ځوان سګریټ کش کو، له خولې خړې لوخړې پورته شوې، ورو یې وویل:
ـ حمیده !
له جامې خواره ده، کنې ښه شی ده
ځوان وخندل، زغله کوچنۍ ده، اوبا لري.
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، زړه مې خولې ته راغی، هیڅ مې نه لیدل ، په سترګو مې توره شپه وه، له عمره پوخ سړي له ائینې څخه لاس را اوږد کړه، ونیسه!
د سترګو تر چولو مې ور وکتل ، زری وو
لاس مې ور اوږدکړ، سړي مې لاس په لاس کې ټینګ کړ، غټې شونډې يې په غاښوکې ټینګې کړې، د موټر خواته يې ور کش کړم
له خولې مې لویه چیغه ووته، شاته مې زور کو، ړنګه شومه، سر مې د سړک زۍ ته برابر شو.
په سر کې مې څړیکې شوې، یوه لحظه مې هیڅ هم نه لیدل، په زحمت پورته شوم، تندي مې ګرم شو، لاس مې وروړ وینه وه، موټروان موټر ته رېز ورکړ، موټر مې تر څنګ تېر شو، خړې اوبه یې را وشیندلې،
شاه او خوا مې وکتل، هیڅ نه ښکارېدل.

لیکوال: محمد جاوید جواد

No comments:
Post a Comment