دیني زدکړي فرض دي
علم د خدای ج ورکړه ده چاته چې یې خوښه شي ورکوي، اوپه ورکړه کې یې هم ځانګړی هدف موجود وي چې له امله یې خپله عالم انسان یاڅونور انسانان هدایت ترلاسه کوي یا برعکس په ګمراهي کې اخته کیږي، هغوی چې له علم څخه په مستقیمه او سالمه لاره ګټه اخلي غوره او بریالي کسان دي، خو ځیني کسان بیا له علم څخه په تفرقه اچولو، چال، فریب او ورانکاري کې ګټه اخلي دغه کسان په ظاهره عالمان خو په باطن کې په الهي عذاب ککړ او ګمراهان دي. الله ج د سورت توبه په ۱۱۵ نمبر آیت کې فرمایې: وَمَاکَانَ اللهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدَاهُمْ حَتَّي یُبَیِّنَ لَهُمْ مَایَتَّقُونْ، اِنَّ الله بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمْ.
ژباړه: د الله دا کړنلاره ده چې خلک له هدایت ورکولو څخه وروسته بیرته په ګمراهۍ کې اخته کړي، ترڅوپوري چې هغوئ ته په ډاګه څرګنده ونه ښیي، چې هغوئ باید له کومو شیانو څخه ځان وژغوري. په حقیقت کې الله د هرشي علم لري.
دلته د انسان د هدایت موضوع مطرح ده چې په علم سره تر لاسه کېدل یې ډېر آسانه ده، ځکه خو علم فرض ګرځول شوی دی، او د علم د فرضیت په اړه باید وویل شي چې همدا د قرآن او دین زدکړه فرض ده. اُطْلَبُ الْعِلْمِ فَرِيْضَةٍ عَلَي کُلِ مُسْلِمٍ وَمُسْلَمَةٍ. الحدیث. ژباړه: د علم زدکړه په هر نارینه اوښځینه مسلمان فرض ده.
الله ج د سورت الزمر په نهم ۹ نمبر آیت کې فرمایي: اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَا اَلَیْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا یَحْذَرُلْاَخِرَةَ وَیَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قٌلْ هَلْ یّسْتَوِيَ الَّذينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا یَعْلَمُونَ اِنَّمَا یَتَذَکَّرُو اُولُولْ اَلْبَابِ (الزمر – ۹ )
ژباړه: ( آیا د دغه انسان کړنلاره غوره ده او که د هغه چا) چې امر منونکی دی، دشپي په ساعتونوکي ولاړ وي او سجدې کوي د آخرت څخه وېرېږي او د خپل رب رحمت ته هیلهمند کیږي؟ له دوی څخه پوښتنه وکړه آیا پوهېدونکی او نه پوهېدونکی یو ډول کېدای شي؟ نصیحت خو د پوهي خاوندان مني.
هدف دادی چې هغه وګړي کوم چې الله ج علم ورکړی او دپوهي خاوندان دي د الله په نزد ښه مقام لري په دې شرط چې عمل موجود وي عبادت وکړي خپل خالق په سحي مانا وپېژني او نورو ته هم د علم په ورزده کولو او رسولو کې مرسته وکړي لکه څنګه چې لازم دی د انسانیت هغه آر او اصلي بڼه تمسیل شي او په ټولنه کې په واقعي مانا ترقي پرمخ تګ او امنیت را منځته شي، دا هرڅه هغه وخت ممکن دي چې د دیني او قرآني زدکړو لپاره زمینه برابره وي دیني مدرسي فعاله وي د علماوو قدر وشي امکانات ورته برابر شي او په دغه برخه کې هر اړخیز فعالیت او اولیت رامنځته شي.
خو موږ وینو چې هرڅه برعکس روان دي د ښونځي په دیوال دروازه به لیکلي وي چي اطلب العلم فریضته علي کل مسلیم ومسلمته خو په نصاب کې به د یني برخه له پامه لوېدلي وي شاګرد به له دولسم ټولګي فارغ وي خو د اوداسه لمانځه فرایض به نه پیژني قرآن به نشي لوستلي او داسي نور... دا هرڅه په لوی لاس هم داسي شوي قصداً په غیرمستقیم ډول د اسلامي ټولنو په تدرسي او تحصلي نظامونو کې د پردیو له لوري د لاس وهنو پلان جوړ ونو سسټم رامنځته کونو له امله دي.
علت یې هم واضح مالوم ده چې په اسلامي ټولنو کې د اسلامي نظامونو نه شتون یا تپل شوي لاسي منحریف تش په نامه اسلامي نظامونه او یا د پلورل شویو څېرو حاکمیت ده.
په افغانستان کې هم بد بختانه چې وضیعیت تر دې لابد تر ده ۹۹٪ سلنه وګړي مسلمان دي خو سوچه اسلامي نظام نشته، تپل شوي حکومتونه زور واکي مافیایي کړئ حاکمیت لري. عالم او مصلح شخص د ترورست په نامه پېژندل کیږي، په ښکاره ډول دیني عالمان، مدرسین او مولایان په نښه کېږي او د دیني فعالیت مخه ډب ده.
په پردي غربي سسټم کې روزل شوی او معرفي شوي کسان د اسلامي ټولنو په لمن کې ځای نلري د خدای له رحمته لري او ټولني لپاره د سرطان داني حیثیت لري.
ترڅو چې د اسلامي ټولني وګړي په یوه سوچه اسلامي مفکوره او ذهنیت سمبال نشي اسلامي ټولني به هیڅ کله له پرمختګ او امنیت څخه برخمني نشي.
لیکوال ذبیح الله اتل

مننه کوم عزیزي صیب
ReplyDeleteماشاءالله اتل صیب په ګوتو دی برکت شه د لا زیاتو بریاوو په هیله
ReplyDelete