مه خپه کېږه! ځکه چې غم او اندېښنه دې تجربه کړل؛ خو څه ګټه یې درته ونه رسوله، په ازموینه کې د زوی پر ناکامېدو دې خپګان وکړ، ایا هغه بریالی شو!؟
د پلار پر مرګ دې خپګان وکړ، ایا هغه را ژوندی شو!؟ که د تجارت پر تاوان دې خپګان وکړ، ایا دا خپګان به دې تاوان په ګټه بدل کړي؟
مه خپه کېږه! ځکه پر یوه مصیبت به خپه شې؛ خو د مصیبتونو نور ډېری به درته جوړ شي؛ پر غریبۍ خپه شوې، لوږې په سر واخیستې، د دښمن پر خبرو دې چورت خراب کړ، نو هغه دې پخپله موخه بریالی کړ، یو افت ته اندېښمن وې؛ خو هغه له سره رانغی.
مه خپه کېږه! ځکه له خپګان سره به غټ کور، ښایسته ښځه، مال او دولت، جا او منصب او اولادونه درته هېڅ ګټه ونه رسوي .
مه خپه کېږه! ځکه چې خپګان به درته یخې اوبو په تروو اوبو، د ګلاب اوبه په زهرو او باغ به درته په دښته بدل کړي او ژوند به درته زندان وګرځوي.
مه خپه کېږه! ځکه چې ته دوه سترګې، دوه غوږونه، دوه شوندې، دوه پښې او دوه لاسونه لرې، په بدن روغ او ډاډمن ژوند تېروې، بیا نو:
(فبای الاء ربکما تکذبان)
"تاسې به د خپل رب کوم، کوم انعامونه درواغ وګڼئ؟ "
مه خپه کېږه! ځکه چې په خپل دین عقیده لرې، د اوسېدو لپاره کور لرې، د خوراک او څښاک شیان او جامه لرې، د ملګرتیا او ارام لپاره ښکلې ښځه لرې، نو بیا ولې خپه یې؟
پای
را اخیستل شوی له "مه خپه کېږه "کتاب څخه

No comments:
Post a Comment