Tuesday, November 19, 2019

انتظار

لنډه کیسه 

چوپه چوپتیا وه ،کله کله به  د چنګاښې کروړا  ( کورړا) واورېدل سوه،  دکوټې (خونې) محل ته تورې تیارې دتور سکور غوندې بڼه وراغوستې وه؛ کله کله به د مچ بڼهاري سو. اوکله به د ساعت د وړوکی سانیګر وړه وړه ټکاه خته، دکوټې په منځ کښې ناست پنځه ویشت کلن ځوان دیوال ته ډډه وهلې وه، او د خپلې مینې  د راتلو انتظار له یو ژور فکر سره مخ کړی وو. د لاس لنډي ګوتي يې په اوږدو څڼو کښې تیري کړې .
ـ یو سوړ اسویلی ئې ویست.
دګروپ بټن ته ئې لاس ور اوږد کړ، دګروپ رڼا دخونې تور او ویرونکي حالت ته سپينه جنبه (بڼه) ور واغوسته ؛ دګروپ پر  سر وړو خزندو ( ماشو\ غوماسو) توره لیکه جوړه کړه . ځوان له کړکۍ څخه دسړک پر سر د موټرو دتګ راتګ ننداره کوله ؛ نری باد د سړک تر څنګ د جګو ونو پر مخ لاس تیراوه. کله کله به د موټرو رڼا د ځوان مخ ته برابره سوه : اوږدې بڼورې سترګې به ئې وځلېدې .
زړه ئې صبر نه کو...نمبر به ئې اوکې کړ، بیرته به ئې پر سره بټن پنډه ګوته کېښکله ...لاندۍ شونډه ئې په غاښ ټینګه کړه ، دومره چې وینه ئې وکړه .
او ورو ئې له ځان سره  وویل :
ـ څومره به ستړې سوې وي؟
ـ ډوډۍ به ئې خوړلې وي ،؟او که نه ؟
ـ کیدای سي دهغې مریضي خطرناکه وي.
یو سوړ اسویلی ئې ویست
پزه يې پورته کش کړه
د پزې اواز د کوټې خاموشي ماته کړه
د ځوان صبر اوږد نه شو...
پر  زړه ئې زور راوست ...
دټلیفون زرغون بټن ئې کېښکی .
د موبائیل له مخ څخه شنه رڼا پورته سوه
له مقابل لوري نرم ښځینه غږ واوریدل سو.
پر نرمه لهجه ئې وويل :
ـ ګرانه ! معاینات مي وکړو ، ډاکتر ویل : چې ( موریکه \مهریکه ) ئې.
ـ ساعت وروسته درځم
ـ سمه ده ګرانې !
ـ ما وبخښه ! پوهیدم چې مصروفه به ئې ، خو زړه مي صبر ونه کړ، دوه  ساعته کیږي چې ستا صحت ته اندېښمن وم؛ ستا نازولې څېره مي هیڅ د ذهنه نه وځي .
د انجلۍ سرې شونډۍ وخوځیدې :
همداسي ده ، زما هم یادیږې ...
زر راسه ! زه به تر هغو ستا انتظار کوم ؛ تر څو چې کور ته رارسیږې
ټلیفون قطع شو.
له رسټورانټه د کباب بوې راته
یوه ډنګر هلک په لوړ غږ نارې وهلې
شور، کباب، کړاي، قورمه، پلاو، کابلي، پایچه ......
ښځي په قهر( غوسه) سره ټلیفون  پر لاسي بکسه کښې کېښود.
ورېځۍ  ئې ګونځي  شوې  . په قهر سره ئې وویل:
ـ لیونیه !
کیڼ بغل ته دهغې تر څنګ ناست ځوان شونډي وخوځیدې :
ـ څوک وو؟
ـ خاوند مي ... د زر راتلو خبره ئې کوله ...
انجلۍ د ځوان لاس په لاس کښې ټینګ کړ ... شونډي ئې ګونځۍ سوې:
ورو يې وویل:
ـ سر مه پسي ګرځوه وه. دا لیونی ما ډیر ځله په انتظار ویده کړی ده .
               پای
لیکوال: محمد جاوید جواد

No comments:

Post a Comment